هند
هند | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار |
|
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۲۲°۴۸′شمال ۸۳°۰۰′ختیځ / 22.8°شمال 83°ختيځ [۱] |
پراخوالی | 3287263 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | نوي دهلي |
رسمي ژبې | هندي ، انګرېزي ژبه |
مشرتابه | |
قانون جوړونه | د هند پارلمان |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱۵ اگسټ ۱۹۴۷ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 21 کلن ، 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 4 سلنه (۲۰۱۴)[۲] |
نور مالومات | |
بېړنۍ ټليفون شمېره | ۱۱۲ [۳]
|
تګلوری | کيڼ [۴] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | IN |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +91 |
هند چې رسمي نوم يې د هندوستان جمهوريت دی، په سويلي اسيا کې پروت هېواد دی. د ځمکې له پلوه اووم ستر هېواد دی، د نفوسو له پلوه په نړۍ کې دويم ستر هېواد دی او د نړۍ په کچه ستره ديموکراته ټولنه لري. سويل ته يې دهند سمندر، سويل لوېديځ ته يې عربي سمندر او سويل ختيځ ته يې د بنګال ابنا پرته ده، لوېدیځ ته له پاکستان سره ځمکنۍ پوله لري. چين، نيپال او بوټان يې شمال ته دي، بنګله ديش او ميانمار يې ختيځ ته پراته دي. په هند سمندر کې، هندوستان د سريلانکا اومالديف په ګاونډ کې پروت دی؛ اندامان او نيکوبار ټاپوګان يې له تايلينډ، ميانمار او اندونيزيا سره سمندري پولې لري.[۵]
د هند نيمه لويې وچې ته عصري انسان له افريقا نه له ۵۵۰۰۰ کاله نه مخکې رارسېدلی دی. د دوی اوږد نيواک چې په لومړيو کې د ښکاريانو د جلا جلا ډلو په ډول و، دا سيمه په لوړه کچه متنوعه کړه او د انسان په جينتيکي تنوع کې یې له افريقا نه وروسته دويمه سيمه ده. ۹۰۰۰ کاله مخکې په دې نيمه لويه وچه کې اوسېدونکي انسانان د سيند په لوېدیځو څنډو کې راڅرګند شول او له میلاد مخکې په درېيمه زريزه کې دا خلک کرار کرار د سیند درې په مدنيت واوښتل. له میلاد مخکې په ۱۲۰۰ کې، د سنسکريت يو لرغونی ډول چې د اندو-اروپايي ژبو نه يوه ده، له شمال لويديځو برخو نه په هند کې خپره شوه او د ریګويدا ژبې په بڼه څرګنده شوه، په دې ډول په هندوستان کې د هندويزم پيل ثابت شو. د هندوستان دراويدي ژبې د دې سيمې په شمالي او لوېديځو سيمو کې ځای پر ځای شوې. له میلاد مخکې په ۴۰۰ کې، په هندويزم کې ډلبندي او شړل راپورته شول، بوديزم او جينيزم راپورته شول، او دوی له وراثت سره له اړيکې پرته د ټولنيز نظم اعلان وکړ. لومړي سياسي جوړښتونه د ماوريا او ګويتا سترواکيو د جوړېدو لامل وګرځېدل چې د ګنګا سيند په حوزه کې يې مرکزيت و. په ګډه سره د دوی پړاوونه له پراخو نوښتونو نه ډک وو، خو په همدې موده کې د ښځو ځای مخ پر ځوړ ولاړ او همدا پړاوونه د يوه چا نه لمس کولو نظر د عقايدو په يو منظم نظام کې شامل شو. په سويلي هندوستان کې، منځنيو سلطنتونو د سويل ختيځې اسيا سلطنتونو پر لور ، دراويدي ژبې او مذهبي کلتورونه ولېږدول. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د منځني پړاو په لومړيو کې، مسيحيت، د اسلام سپېڅلي دین، يهوديت او زردشتي دين د هندوستان په سويلي او لوېديځو څنډو کې رېښې وکړې. د مرکزي اسيا مسلمانو پوځونو په پرله پسې ډول د هندوستان شمالي اوارې سيمې ونيولې او په پايله کې يې د ډیلي سلطنت جوړ کړ او په دې توګه يې شمالي هندوستان په منځنيو پېړيو کې د نړيوال اسلام شبکو ته راکش کړ. په پنځلسمه پېړۍ کې، ويجاياناګارا سترواکۍ د هند په سويل کې د اوږدې مودې يوهندو کلتوري جوړښت رامنځ ته کړ. په پنجاب کې سيکيزم سر راپورته کړ چې اساسي دين يې رد کړ. په ۱۵۲۶ز کال کې مغول سترواکۍ د دوه پېړيو لپاره د نسبي سولې پړاو پيل کړ او تر شا يې د ابادۍ يو روښانه تاريخ پرېښود. له دې وروسته، کرار کرار د بریتانیې ختيځ هندوستان کمپني واکمني پراخه شوه او هندوستان يې په يوه اقتصادي مستعمره بدل کړ، خو د هند واکمني يې هم خوندي کړه. په ۱۸۵۸ز کال کې د بریتانیې د تاج واکمني پيل شوه. هغه حقوق چې له هندوستانيانو سره يې ژمنه شوې وه، کرار کرار ورکړل شول، خو تيکنالوژيکي بدلونونه معرفي شول او د زده کړې، عصريت او عامه ژوند نظرياتو هم رېښې پيدا کړې. يو مخکښ ملتپاله خوځښت سر راپورته کړ، خو د عدم تشدد په مقاومت پېژندل کېده او په هندوستان کې د بریتانیې واکمنۍ ته د پای ورکولو بنسټيز لامل وګرځېد. په ۱۹۴۷ز کال کې د بریتانیې هند سترواکۍ په دوو خپلواکو واکمنيو ووېشل شوه، يو يې د هندو اکثريت قلمرو هندوستان و او بل يې د مسلمان اکثريت قلمرو پاکستان و، په دې موده کې بې ساري ځاني تلفات او سترې کډوالۍ رامنځ ته شوې. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
هند له ۱۹۵۰ز کال نه يو فدرالي جمهوريت دی، چې په يوه دموکراتيک پارلماني نظام اداره کېږي. دا هېواد يوه تکثيري، ګڼ ژبې او ګڼ توکمې ټولنه لري. د هندوستان نفوس چې په ۱۹۵۱ز کال کې ۳۶۱ ميليونه و، په ۲۰۱۱ز کال کې يو اعشاريه دوه سوه او يوولس ميليارده ته ورسېد. په همدې موده کې، د دې هېواد د يوه تن پر سر عايد په کال کې له څلور شپېته امريکايي ډالرو نه ۱.۴۹۸ امريکايي ډالرو ته ورسېد، د سودا درجه يې له ۱۶.۶ سلنې نه ۷۴ سلنې ته لوړ شو. په ۱۹۵۱ز کال کې له یو څه بې وزله هېواد نه، هندوستان د چټکې ودې په ستر اقتصاد او د معلوماتي تيکنالوژۍ چوپړتياوو په دروازه بدل شو، په داسې حال کې چې منځنۍ طبقه يې مخ په پراختيا ده. هندوستان فضايي پروګرام لري، چې له ځمکې بهرګڼ طرحه شوي ماموريتونه لري. هندي فلمونه، موسيقي او روحاني زده کړې په نړيوال کلتور کې مخ پر زياتېدو نقش لوبوي. هندوستان د بې وزلۍ په کچه کې د پام وړ کمښت راوستی، که څه هم دا چاره د اقتصادي نابرابرۍ د زياتوالي په بیه تر سره شوې ده. هندوستان هستوي وسلې لري، په همدې بنسټ دا هېواد د نظامي لګښتونو په لوړه درجه کې دی. له ګاونډيانو پاکستان او چين سره د کشمير پر سر لانجې لري، کومې چې د شلمې پېړۍ له نيمايي نه، نه دي حل شوې. هغه ټولنيزې اقتصادي ننګونې چې هند ورسره مخامخ دی، جنسي نابرابري، د کوچنيانو خوارځواکي او د هوا ککړتيا د کچې لوړېدل دي. د هندوستان ځمکه د ژوند د څلورو ډولونو په لرلو سره ډېره متنوعه ده. ځنګلونو د هندوستان يو وېشت اعشاريه اووه سلنه ځمکه پوښلې ده. د هندوستان د وحشي حيواناتو له ژوند نه چې په دوديز ډول ورته په هندي کلتور کې د زغم په سترګه کتل کېدل، په دې ځنګلونو او نورو سيمو کې په خوندي شوو استوګنځايونو کې پالل کېږي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
رېښه
د اکسفورډ انګليسي ویي پانګې په استناد: (درېيم چاپ ۲۰۰۹ز)، هند نوم د کلاسيکي لاتيني ژبې له ويي هند نه اخستل شوی، په دې نوم سره سويلي اسيا او د دې سيمې ناټاکلو ختيځو سيمو ته کارېده او په دې ډول په پرله پسې ډول مشتق شوی له: د لرغوني يوناني هلنيستي؛ له لرغونې فارسي هندوش نه کوم چې د هخامنشي سترواکۍ ختيځ ولايت و او په پايله کې هغه چې دې ته ډېر نژدې دی، د سنسکريت ژبې سينډوس يا «درياب» نه اخستل شوی، په ځانګړي ډول د سیند سيند او په ضمني ډول د هغې د ښه مېشت شوي سويلي حوزې نه. لرغونو يونانيانو هنديانو ته د اندويي Indoi چې ژباړه يې ده «د سیند خلک» ويل.[۴۲][۴۳][۴۴]
د بهارت اصطلاح هم، په هندي حماسي شاعرۍ کې څرګنده شوې او هم د هندوستان په اساسي قانون کې، له دې اصطلاح نه په يو څه بدلونونو په ډېرو هندي ژبو کې کار اخستل کېږي. د تاريخي نوم بهارتوارشا يوه نوې ژباړه، کوم نوم چې په اصل کې شمالي هند ته کارول کېږي، بهارت د نولسمې پېړۍ په منځ کې د هند لپاره د يوه لرغوني نوم په توګه ډېر ارزښت خپل کړ. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]
هندوستان د هند يو منځنی فارسي نوم دی، د مغولو د سترواکۍ پر مهال رواج شوی او تر اوسه په پراخه کچه کارول کېږي. معناوې يې بېلا بېلې کېږي، د اوسني هند شمالي سيمو او پاکستان يا ټول هند ته کارول کېږي. [۵۱]
تاريخچه
لرغونی هندوستان
۵۵۰۰۰ کاله مخکې، لومړی عصري انسان يا هومو ساپينس له افريقا نه د هند نيمه لويې وچې ته ورسېدل، چېرې چې له دې مخکې دوی تکامل موندلی و. په سويلي اسيا کې د لومړي عصري انسان پاتې شونو تاريخ ۳۰۰۰۰ کاله مخکې وخت ته رسېږي. له میلاد مخکې له ۶۵۰۰ کاله نه وروسته، د خوراکي توليداتو او څارويو پالنې، دايمي جوړښتونو جوړښت او د کرنيزو اضافي توکو زېرمه کولو شواهد په مهرګړ او نورو سيمو کې څرګند شوي دي چې، دا سيمې اوس د پاکستان د بلوچستان اړوند دي. دا حالت کرار کرار د سیند په مدنيت کې وده وکړه، کوم چې په سويلي اسيا کې لومړی ښاري تمدن و او له میلاد مخکې په ۲۵۰۰-۱۹۰۰ کې غوړېدلی وچې د اوسني پاکستان او لوېديځ هندوستان په مربوطاتو کې يې موقعيت درلود. د موهنجداړو، هړپا، دهولاويرا او کالي بينګن په څېر ښارونو په مرکزيت او په ډول ډول خوراکونو تکيه کولو سره دا تمدن د لاسي صنايعو په توليد او پراخه سوداګرۍ کې ښکېل و.[۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]
آيالاتونه
جغرافیه
تاریخ
کلتور
اقتصاد
آرپوهه
د هند نوم د لرغونې پاړسي ژبې د لغت هندو, او د سانسيکرت د ژبې لغت سندو, نه راوتلی. سندو په پخوانيو تاريخي ليکنو کې د اباسيند د رود نوم دی.[۶۰] لرغونو يونانانو هندوان د اندوی (Ινδοί) په نامه پېژندل، چې د دغه نوم مانا د انډس د رود يا د اباسيند د رود خلک دی.[۶۱] د هند اساسي قانون او د هند په بېلابېلو ژبو کې د بهارت نوم هم د دغه هېواد لپاره د يوه رسمي نوم په توگه کارېدلی.[۶۲] د بهارت نوم د هند د افسانوي پاچا بهارتا له نوم نه سرچينه اخيستې. بل نوم چې د هند لپاره کارېږي هغه د پارسي ژبې نوم هندوستان دی چې د دغه لغت مانا د هندوانو خاوره يا د هندوانو زمکه ده.[۶۳]
يادښتونه
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
- ↑ http://indiatoday.intoday.in/education/story/112-as-indias-emergency-number/1/629526.html
- ↑ http://chartsbin.com/view/edr
- ↑ –Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). "Official name: Republic of India."; –Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). "Official name: Republic of India; Bharat Ganarajya (Hindi)"; –Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). "Official name: Republic of India; Bharat."; –Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). "Official name: English: Republic of India; Hindi:Bharat Ganarajya"; –Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). "Official name: Republic of India"; –Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). "Officially, Republic of India"; –Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). "Official name: Republic of India"; –Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). "India (Republic of India; Bharat Ganarajya)"
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). (b) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). (c)Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (b) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil)., Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). (c) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). (d) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). (e) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). Quote: "Although the collapse of the Indus valley civilization is no longer believed to have been due to an ‘Aryan invasion’ it is widely thought that, at roughly the same time, or perhaps a few centuries later, new Indo-Aryan-speaking people and influences began to enter the subcontinent from the north-west. Detailed evidence is lacking. Nevertheless, a predecessor of the language that would eventually be called Sanskrit was probably introduced into the north-west sometime between 3,900 and 3,000 years ago. This language was related to one then spoken in eastern Iran; and both of these languages belonged to the Indo-European language family. ... It seems likely that various small-scale migrations were involved in the gradual introduction of the predecessor language and associated cultural characteristics. However, there may not have been a tight relationship between movements of people on the one hand, and changes in language and culture on the other. Moreover, the process whereby a dynamic new force gradually arose—a people with a distinct ideology who eventually seem to have referred to themselves as ‘Arya’—was certainly two-way. That is, it involved a blending of new features which came from outside with other features—probably including some surviving Harappan influences—that were already present. Anyhow, it would be quite a few centuries before Sanskrit was written down. And the hymns and stories of the Arya people—especially the Vedas and the later Mahabharata and Ramayana epics—are poor guides as to historical events. Of course, the emerging Arya were to have a huge impact on the history of the subcontinent. Nevertheless, little is known about their early presence."; (f) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).[مړه لينکونه]
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (b) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (c) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). (d) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (b) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (b) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (c) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).[مړه لينکونه]; (d) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (b) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (b) Stein 2010, p. 90; (c) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (b) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (c) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (b) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (b) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil)."
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (b) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (b) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Copland 2001, pp. 71–78
- ↑ Metcalf & Metcalf 2006, p. 222
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ (a) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (b) Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).; (c) C. E Bosworth (2006). "Encyclopedia Americana: Jefferson to Latin". Encyclopedia Americana. Scholastic Library Publishing. ISBN 978-0-7172-0139-6. “KASHMIR, kash'mer, the northernmost region of the Indian subcontinent, administered partly by India, partly by Pakistan, and partly by China. The region has been the subject of a bitter dispute between India and Pakistan since they became independent in 1947”
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). (subscription required)
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Kuiper 2010، م. 86.

- ↑ Ministry of Law and Justice 2007.
- ↑ Encyclopædia Britannica.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). Quote: "Modern human beings—Homo sapiens—originated in Africa. Then, intermittently, sometime between 60,000 and 80,000 years ago, tiny groups of them began to enter the north-west of the Indian subcontinent. It seems likely that initially they came by way of the coast. ... it is virtually certain that there were Homo sapiens in the subcontinent 55,000 years ago, even though the earliest fossils that have been found of them date to only about 30,000 years before the present. (page 1)"
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). Quote: "Y-Chromosome and Mt-DNA data support the colonization of South Asia by modern humans originating in Africa. ... Coalescence dates for most non-European populations average to between 73–55 ka."
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). Quote: "Scholars estimate that the first successful expansion of the Homo sapiens range beyond Africa and across the Arabian Peninsula occurred from as early as 80,000 years ago to as late as 40,000 years ago, although there may have been prior unsuccessful emigrations. Some of their descendants extended the human range ever further in each generation, spreading into each habitable land they encountered. One human channel was along the warm and productive coastal lands of the Persian Gulf and northern Indian Ocean. Eventually, various bands entered India between 75,000 years ago and 35,000 years ago (page 23)"
- ↑ Possehl 2003، م. 2.
- ↑ Singh 2009، م. 181.
- ↑ Kulke او Rothermund 2004، مم. 21–23.
- ↑ Coningham او Young 2015، مم. 104–105.
- ↑ Petraglia او Allchin 2007، م. 6.
- ↑ "India", Oxford English Dictionary, second edition, 2100a.d. Oxford University Press.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- جغرافيه ويکي ډېټا
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P41
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P94
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P36
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P194
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3000
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1198
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2852
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1622
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P297
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P474
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- هند
- سوېلي آسيا
- هېوادونه
- جمهوريتونه
- د سارک غړي
- د جي ۱۵ غړي هېوادونه
- د همگټو هېوادونو غړی
- د نړۍ هېوادونه
- د آسيا هېوادونه
- نخشه لرونکي مخونه