Jump to content

یوهانس ګوتنبرګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یوهانس ګوتنبرګ
یوهانس ګوتنبرګ
یوهانس ګوتنبرګ

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۱۴۰۰[۱][۲][۳][۴]
ماینڅ [۵]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه کال 1468 (67–68 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
ماینڅ   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
هديره ماینڅ   ويکيډاټا کې (P119) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای ماینڅ [۶]  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت سپېڅلې روم امپراتوري   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

یوهانس جنسفلیش زور لډڼ زوم ګوتنبرګ (شاوخوا ۱۴۰۰ – د ۱۴۶۸ د فبرورۍ ۳یمه) یو جرمنی مخترع، چاپوونکی، خپرندوی او زرګر و چې په اروپا کې یې د خوځنده تورو د چاپ میخانیکي ماشین په مرسته چاپ دود کړ. دغه کار یې په اروپا کې د چاپ انقلاب پیل کړ او په دویمه زریزه کې یوه داسې مهمه پېښه ګڼل کېږي چې د بشري تاریخ متمدن پړاو ورسره پیل شوی. دغه کار د رنسانس، اصلاحاتو او روښانوالي دورو په پراختیا، او همدا راز پر عصري پوهې د ولاړ اقتصاد لپاره د مادي بنسټونو په جوړولو او د علم په عمومي کولو کې مهم رول درلود.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

که څه هم ګوتنبرګ په نړیواله کچه لومړنی کس نه و چې خوځنده توري یې وکارول، خو په ۱۴۳۹ کال کې لومړنی اروپایی شو چې دغه کار یې وکړ. ده د چاپ لپاره ګڼ کارونه کړي چې د خوځنده تورو د ډېر تولید لپاره د پروسې اختراع، د کتاب د چاپ لپاره غوړ رنګ کارول، تنظیمېدونکي قالبونه، میخانیکي خوځند توري او د هغه مهال د کرنې پېچ ماشینونو ته ورته د چاپ لرګین ماشین کارول په‌کې شاملېږي. د ده لویه اختراع په یوه عملي سیستم کې د دغو عناصرو ترکیب و چې د ډېرو چاپي کتابونو د تولید امکان یې برابراوه او د خپرندویانو او لوستونکو لپاره هم په اقتصادي لحاظ ارزانه تمامېدل. د تورو د جوړولو لپاره د ګوتنبرګ په مېتود کې د تورو یو فلزي الیاژ او تورو د تویولو لپاره یو لاسي قالب شامل دي. دغه الیاژ د سرپو، قلعي او انتیموني یوه ګډوله وه چې په نسبتاً ټيټه تودوخه کې ویلې کېده او څه ناڅه اقتصادي هم وه، ښه قالب کېده او دوامدار توري یې جوړول. [۱۳][۱۴]

د خوځنده تورو کارول په لاسي خطي نسخو او لرګین چاپ کې ـ چې هغه مهال په اروپا کې د کتابونو د چاپ مېتود و ـ پام وړ پرمختګ و او د اروپا د کتابونو په تولید کې یې انقلاب رامنځته کړ. د ګوتنبرګ د چاپ تکنالوژي په چټکۍ سره په ټوله اروپا کې او وروسته وروسته په ټوله نړۍ کې پراخه شوه. د ده لوی کار «د ګوتنبرګ مقدس کتاب» دی (چې د ۴۲ خطي انجیل په توګه هم پېژندل کېږي)، د مقدس کتاب لومړنۍ چاپي بڼه وه او د ښکلا او لوړ تخنیکي کیفیت له امله وستایل شوه. د رنسانس دورې اروپا ته د خوځنده تورو د میخانیکي چاپ راتګ د ټولیزو اړیکو دورې ته لاره هواره کړه چې د ټولنې جوړښت یې د تل لپاره بدل کړ. د نسبتاً نامحدودو معلوماتو خپرېدو ـ چې انقلابي افکار هم پکې شامل وو ـ پولې ماتې کړې، جمعیتونه یې په اصلاحاتو کې ایسار کړل او د سیاسي او مذهبي واکمنانو قدرت یې وګواښه؛ د سواد چټکې ودې په زده‌کړو کې د باسوادو مخکښانو انحصار مات کړ او نوې راټوکېدلې متوسطه طبقه یې ځواکمنه کړه. په ټوله اروپا کې د خلکو د فرهنګي ځان‌پوهې ډېرېدل د پروټو نېشنلېزم لامل شول چې د اروپا د محلي ژبو په غوړېدو سره د منځګړې ژبې په توګه د لاتیني ژبې موقعیت ته چټک زیان واوښت. په نولسمه پېړۍ کې چې کله د ګوتنبرګ د لاسي چاپ ماشین پر ځای د بخار چرخشي چاپ ماشینونه جوړ شول، د صنعت په کچه یې د چاپ امکانات برابر کړل، د لوېديځ په بڼه چاپ په ټوله نړۍ کې ومنل شو او د زیاتې اندازې چاپ لپاره پر یوازنۍ وسیله بدل شو.

د ګوتنبرګ له لاسته‌راوړنو څخه د پراخ هرکلي لنډیز په ګڼو سرچینو کې موندل کېږي: په ۱۹۹۹ کال کې A&E شبکې «د زریزې د شخصیتونو» په معکوس شمېر کې لومړی مقام ورکړ. په ۱۹۹۷ کال کې ټایم لایف مجلې د ګوتنبرګ اختراع د دویمې زریزې تر ټولو مهمه اختراع وبلله. د امریکا متحدو ایالتونو څلورو مخکښو ژورنالېستانو هم د خپل ۱۹۹۸ کال په کارمخینو کې دغه کار وکړ او د دغې زریزې په جوړښت کې یې د ګوتنبرګ اغېز لوړ وارزاوه. کاتولیک دایرة‌المعارف د ګوتنبرګ اختراع د مسیحیت په دوران کې د بې‌ساري فرهنګي اغېز په توګه تعریفوي.[۱۵][۱۶]

د ژوند لومړي وختونه

[سمول]

ګوتنبرګ د جرمني د ماینز ښار په راین مین سیمه کې زیږېدلی. پلار یې «فریلي جنسفلیش زور لډن» یو اشرافي تجار و او مور یې «ایلس ویریک» د پلار دویمه مېرمن او د یوه دوکاندار لور وه. د ځینو روایتونو پر بنسټ ویل کېږي چې «فریلي» په ماینز کې پادري زرګر و، خو په ډېر احتمال سره د ټوکرو په تجارت کې هم ښکېل و. د ګوتنبرګ د زیږېدو کال په دقیق ډول مشخص نه دی، خو د ۱۳۹۴ او ۱۴۰۴ کلونو تر منځ و. په ۱۸۹۰یمه لسیزه کې ماینز ښار د ګوتنبرګ د زیږېدو رسمي نېټه د ۱۴۰۰ کال د جون ۲۴مه اعلان کړه. [۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۴۱۱ کال کې په ماینز کې د اشرافي کورنیو پر خلاف پاڅون وشو او تر سلو ډېرې کورنۍ د دغه ښار پرېښودو ته مجبورې شوې. بالاخره د ګوتنبرګ کورنۍ هم الټویل ام‌راین ته ولېږدېده، هلته د ګوتنبرګ مور یو میراثي ملکیت درلود. تاریخ‌لیکونکی هانریش والاو وایي: "د ګوتنبرګ د ځوانۍ د وخت په اړه یوازې دومره پوهېږو چې دی په ۱۴۳۰ کال کې په ماینز کې نه و. ګومان کېږي چې دی د سیاسي دلایلو له امله سټراسبورګ ته کډوال شوی، هغه ځای چې هلته یې کورنۍ اړیکې لرلې." ویل کېږي چې ده په ارفورټ پوهنتون کې زده‌کړې کړې، هلته په ۱۴۱۸ کال کې د Johannes de Altavilla په نامه د یوه محصل د زده‌کړو مخینه ثبت ده. (Altavilla) د (Eltville am Rhein) لاتیني بڼه ده.[۲۰][۲۱]

دا مهال د پنځلسو نورو کلونو لپاره د ګوتنبرګ د ژوند په اړه هېڅ هم مشخص نه دي، خو د ۱۴۳۴ کال په مارچ میاشت کې د ده یو لیک څرګندوي چې په سټراسبورګ کې چې هلته یې د مور خپلوان وو، ژوند کاوه. همدا راز ویل کېږي چې دی د سټراسبورګ د پوځي جنګیالیو غړی و چې د زرګرۍ اړوند فعالیتونه یې کول. په ۱۴۳۷ کال کې ځینې شواهد څرګندوي چې ده یوه شتمن سوداګر ته د جواهرو د پاکولو زده‌کړې ورکړې دي، خو څرګنده نه ده چې دغه پوهه ده څه ډول ترلاسه کړې وه. په ۱۴۳۶ او ۱۴۳۷ کلونو کې یې په سټراسبورګ کې له یوې ښځې سره د واده د ژمنې ماتولو له امله په محکمه کې نوم ثبت شوی. خو دا چې دغه واده شوی که نه، دا معلومات نه‌شته. په ۱۴۱۹ کال کې یې د پلار تر مرګ وروسته د میراث په پروسو کې هم نوم یاد شوی.[۲۲]

د ژوند وروستۍ

[سمول]

په ۱۴۶۲ کال کې په ماینز کې خونړۍ جګړه وشوه او ماینز ښار د ستر پادري اډولف فون ناسائو له‌خوا ونیول شو. د ۱۴۶۵ کال د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د ستر پادري فون ناسائو له‌خوا د ګوتنبرګ لاسته‌راوړنې په رسمیت وپېژندل شوې او ده ته یې د هافمن (د دربار د اتل) لقب ورکړ. په دغه لقب کې پر افتخاري نښانونو سربېره په کلني ډول نغدي او غیر نغدي مرستې، ۲۱۸۰ لېتره غلې او ۲۰۰۰ لېتره بې‌مالیاتو شراب هم شامل وو.[۲۳]

ګوتنبرګ په ۱۴۸۶ کال کې مړ شو او په ماینز ښار کې په فرانسیسکن کلیسا کې د درېیم غړي په توګه خاورو ته وسپارل شو. دغه کلیسا وروسته ورانه شوه او د ګتنبرګ قبر هم دا مهال ورک دی.

په ۱۵۰۴ کال کې پروفیسور ایوو ویټيګ دی د ټايپوګرافۍ د مخترع په توګه یاد کړی. تر ۱۵۶۷ کال پورې د ګوتنبرګ هېڅ انځور موجود نه و، بالاخره هاینریش پنټلون په خپل کتاب کې چې د جرمني د تاریخي شخصیتونو په اړه و، د ګوتنبرګ یو خیالي انځور وایست.

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 118543768  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. British Museum person or institution ID: https://www.britishmuseum.org/collection/term/BIOG162402 — subject named as: Johannes Gutenberg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: د برتانيې موزيم
  3. subject named as: Johann Gutenberg — Catholic Encyclopedia ID: https://www.newadvent.org/cathen/07090a.htm — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: Johannes Gutenberg — Minneapolis Institute of Art constituent ID: https://collections.artsmia.org/people/12201 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. National Library of Spain ID: https://datos.bne.es/resource/XX994236
  6. https://encyklopedia.pwn.pl/haslo/Gutenberg-Johannes;3909007.html — دوتنه: group of authors
  7. "Johann Gutenberg". American Heritage® Dictionary of the English Language (Fifth ed.). Houghton Miflin Harcourt Publishing. 2020. بياځلي په 14 April 2021.
  8. Childress 2008, p. 14
  9. Man 2002.
  10. Febvre او Martin 1984.
  11. Eisenstein 1980.
  12. McLuhan 1962.
  13. Lyons 2011، م. 56.
  14. Sivulka 1998، م. 5.
  15. "Johann Gutenberg". Catholic Encyclopedia. (2020). “The invention of Gutenberg should be classed with the greatest events in the history of the world.” 
  16. "1,000 Years, 1,000 People: Ranking The Men and Women Who Shaped The Millennium". خوندي شوی له the original on 3 March 2012. بياځلي په 16 March 2010.
  17. Childress 2008, p. 62
  18. Hanebutt-Benz, Eva-Maria. "Gutenberg and Mainz". خوندي شوی له the original on 11 December 2006. بياځلي په 24 November 2006.
  19. St. Christopher's Archived 2014-11-04 at the Wayback Machine. – Gutenberg's baptismal church
  20. "Lienhard, John H". Uh.edu. 1 August 2004. بياځلي په 15 August 2012.
  21. Wallau 1910.
  22. Hanebutt-Benz, Eva-Maria. "Gutenberg and Mainz". خوندي شوی له the original on 11 December 2006. بياځلي په 24 November 2006.
  23. Sumner 2009.