ملا دادالله اخوند
ملا دادالله آخوند | |
---|---|
ملا دادالله اخوند په ۲۰۰۶ کال کې د الجزيرې ټلويزون سره په يوه مرکه کې
| |
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ١٩۶۶ کندهار ولايت، افغانستان[۱] |
مړینه | ١٣ مې ٢٠٠٧ (عمر ۴۱) هلمند ولایت |
تابعیت | افغانستان |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
پوځي خدمت | |
وفاداري | طالبان |
مقام | قومندان |
جګړه/جګړې | په افغانستان کې شوروي جګړه |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ملا دادالله رهبر (شهادت؛ ۱۳ مې، ۲۰۰۷) يو طالب / مجاهد پوځي (قومندان) و. په ۲۰۰۱ کال کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له راپرزېدا وروسته نوموړی تر خپل شهادت پورې د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې د اسلامي امارت پوځي بولندوی و.[۲]
مخينه
داد الله د افغانستان په سويلي سیمه روزگان ولايت، او د ځينو په وينا بيا په کندهار کې زيږيدلی وو . جهادی مخېنه یې د شوروي زبرځواک پوځ پرضد پېلېږي، او په همدې لار کې يې خپله يوه پښه هم په ۱۹۸۰ لسیزه کې کې له لاسه ورکړه.[۳] ملا داد الله د اسلامي امارت د لس کسيزې شورا يو مهم غړى و چې په تېرو پینځو کلونو کې يې د ناټو اشغالګرو او د هغوی افغان ګوډاګیانو په وړاندې د اسلامي امارت د لویو جهادي بريدونو مشري کوله . د راپورونو له مخې هغه د ملا محمد عمر اخوند د نژدې کسانو څخه و. ده د اسلامي امارت لخوا د سيمو د نيولو په زياتره عملياتو کې وڼده درلوده . خو څرنگه چې په پيښور کې د نيوز د ورځپاڼې چلوونکى او د بي بي سي خبريال رحيم الله يوسفزى وايي ملادادالله وروسته له هغه سخت مشهور شو چي کله اسلامي امارت وکولى شول چې دده په مشرۍ د شمال ډيرى ولايتونو ونيسي . دده په لاس د سيمو د کېوتو لامل په دې کې ليدل کيږي چې دى يو پرېکنده قوماندان و چې په شمال کې د پاټک سالارانو او ملیشو د ورکولو او ځپلو لپاره ډېر کافي و. [۴] د اسلامي امارت د نسکوريدو پر مهال ، د اسلامي امارت د لوى درستيز ملا فاضل اخوند سره ملادادالله هم د کندوز په ولايت کې د اسلامي امارت د پوځي چارو مسوليت په غاړه لرله. ملافاضل اخوند د زرگونو نورو طالبانوسره جنرال دوستم ته تسليم شو خو د دوستم د غدر او خیانت له امله امریکایي اشغالګرو گوانتنامو کې بندى کړی دی، خو ملا دادالله په امریکايي اشغالګرو او د دوستم په ملیشو باور ورنکړ او ده وکولى شول چې له کندوزه تر کندهاره ځان او ملګري په ډېر مهارت سره ورسوي.[۳]
ملا دادالله رهبر یو ستر جهادي قوماندان وو چي د یو شمیر بهرنیو هیوادونو مهاجرو مجاهدیینو یې هم تر قوماندې لاندي جهادي خدمت ترسره کړی دی. هغه پر دې باور وو چي د اسلامي امت اوسنۍ توره او د محکومیت دوره باید په اتحاد، اجتماع، هجرت، جهاد او قتال سره پای ته ورسیږي. هغه امریکايي اشغالګرو ته د اصلي دښمن په سترګه کتل خو د هغه تر څنګ یې د اشغالګرو پر هیڅ ګوډاګي او غلام رحم نه کاوه ځکه دی پوهیدی چي تر بهرنیو دښمنانو د کورنیو دښمنانو خطر ډېر دی.
ملا دادالله رهبر خپل د ژوند تر ټولو خواږه وختونه او موسمونه د الله د کلمې د لوړوالي لپاره په جنګونو کې تیر کړل.
ملا دادالله رهبر که څه هم د خپل دښمنانو لپاره د یو ښکاري زمري په څیر خطرناکه وو خو بیا د خپلو ملګرو او کورنۍ لپاره تر ټولو مهربان او د سر سایه وه (محمدرسول الله ولذین معه.....) هغه د هلمند د جهادي ملګرو لپاره یو غر وو کله چي هغه شهید سو د هلمند خلک او ولسونه د امریکايي اشغالکرو او داخلي ګوډاګیانو لخوا سخت تر بمبار، ډار او چاپو لاندي سول چي بیا د هغه تشه په ډېرو کلونو ډکه نسول.
نوموړی د اسلام د لاري یو زړور او میړنی مجاهد وو تر سختو معرکو او ډېرو سختیو وروسته خپل یوازیني هدف ته ورسید چي هغه شهادت وو او د امریکایانو د یوې چاپې په پایله کي تر لږ مقاومت وروسته شهید شو.
سرچینې
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- کندهار
- کندهاریان
- افغان طالبان
- د القاعده غړي