Jump to content

عبد الحكيم اسحاقزى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شیخ عبدالحکیم حقاني
مولوي
مولوي عبد الحكيم اسحاقزى د وینا په ترڅ کې
مولوي عبد الحكيم اسحاقزى د وینا په ترڅ کې

د ا.ا د سترې محکمې مشر
د واکمنۍ دوران
١۵ اګست ۲۰۲۱
امیرالمؤمنین ملا هيبت الله اخوند
لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند
سيد يوسف حليم
 
د ا.ا د عدلیې وزیر
د واکمنۍ دوران
۷ سپټمبر ۲۰۲۱
امیرالمؤمنین ملا هيبت الله اخوندزاده
عبدالبصیر انور
 
د شخص مالومات
اصلي نوم عبد الحكيم
پيدايښت ۱۹۶۷
ميوند ولسوالۍ، کندهار، افغانستان
تابعیت افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
پټنوم حقاني
پلرنی ټاټوبی کندهار
عملي ژوند
کار/مسلک
  • ديني عالم
  • سياستوال

مولوي عبد الحكيم اسحاقزى چي د عبد الحكيم حقاني او عبد الحكيم شرعي په نامه هم پېژندل کېږي، په کال ۱۹۶۷ کي د کندهار ولایت په ميوند ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. هغه د ۲۰۲۱م کال د اګست د ١۵مې نېټې راهیسې د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې مشر او د عدلیې وزیر دی. نوموړی د اسلامي امارت په تېره دوره کې (١٩٩۶- ٢٠٠١) هم د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې مشر وو. نوموړۍ په قطر کې د طالبانو د خبرو اترو مشرتابه هم کوله.

ښاغلی اسحاقزی د طالبانو د بنسټ ايښودونکو څخه دی، چي د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد د ډېرو نږدي کسانو څخه وو.

فعالیتونه

[سمول]

ښوونه

[سمول]

نوموړي تر دې وروستيو پورې په دارلعلوم حقانيه کې د يوه ښوونکي په توګه دنده لرله او تر څنګ يې د پاکستان د بلوچستان د کوټې د ښار اسحاق آباد سيمه کې خپله مدرسه هم لري.

قاضي

[سمول]

د اسلامي امارت په لومړۍ دوره (١٩٩۶- ٢٠٠١) کې، د يو لارښود سره سره ده د استیناف محکمې او مرکزي دارالافتا مشري هم په غاړه لرله. کله چې مولوي هیبت الله اخندزاده [اميرالمؤمنين وټاکل سو نو ښاغلي اسحاقزي ته د سترې محکمې مشري ور پر غاړه سوه.

دپلوماسي

[سمول]

په سپټامبر ٢٠٢٠م کې، نوموړۍ د طالبانو د قطر د يوويشت کسيزې ډلې مشر وټاکل سو، او شېر محمد عباس ستانکزی چې دده تر مخه ددې ډلې مشر وو ددې ډلې مرستيال مشر وټاکل سو. [۱]

سرچينې

[سمول]
  1. شادي خان صافي (۵ سیپټمبر ٢٠٢٠). "طالبانو د افغان چارواکو سره خبرو ته خپله ټيم وټاکی". Anadolu Agency. نه اخيستل شوی 24 August 2021. {{cite news}}: Check date values in: |date= (help)