د موهاکس جګړه
عمومي مالومات | |
---|---|
پېښې نېټه |
۲۹ اگسټ ۱۵۲۶ (Gregorian)[۱] (۱۵۲۶ (Gregorian)) |
ځای | |
هېواد |
برخه د | |
---|---|
ګډونوال |
کورډينېشن |
---|
د موهاکس (Mohács) جګړه د مرکزي اروپا په تاریخ کي یو له مهمو جګړو څخه ګڼل کیږي، چي د ۱۵۲۶ کال د اګسټ په ۲۹ نېټه (د ۹۳۲ هجري قمري کال د ذوالقعده په میاشت) کي د هنګري سلطنت ته نژدې د هنګري پاچا دویم لویس (لویس II) او د سلیمان عالي په مشرۍ د عثماني ځواکونو ترمنځ پېښه سول. په یاده جګړه کي د عثمانیانو بریا د دې لامل سوه ترڅو هنګريه د څو پیړیو لپاره د عثمانیانو ، هابسبورګ سلطنت او د ټرانسلوانیا سلطنت تر منځ وویشل سي.
نښته
[سمول]د موهاکس د جګړې لپاره هنګريي یو ګران، خو زوړ پوځ جوړ کړی وو چي د پاویا په جګړه کي یې د پاچا فرانسیس I د لښکر سره ورته بڼه درلوده، او په زړو وسلو او زغره لرونکو آسونو (جنډرمس) باندي یې تکیه کوله. د هنګريې لښکر په یاده جګړه کي دوې کرښي درلودې چي لومړی کرښه یې د پیاده او اجیري توپخانې موقعیت وو، چي د سپرو پوځیان په طرفونو کي یې موقعيت درلود، او دویمه کرښه یې د افسرانو د پیاده او سپرو ځواکونو جوړښت وو. [۲] ددوی په وړاندي بیا د عثماني لښکر جوړښت ډېر پرمختللی او د هغه زمانې له معیارونو سره یې پوره ورته والۍ درلود، چي یوه مهمه برخه یې د یني چري په نوم ځانګړې ډله وه. د دواړو لښکرو تر پوره چمتووالي وروسته د ماسپښین په وخت کي هنګري په عثماني پوځ باندې چي په دریو کرښو کي جوړ وو، برید وکړ. د سلطان سلیمان وزیر ابراهیم پاشا الفرانجي، او خپله سلطان د دوی د ځانګړو یني چري سرتیرو سره په دریمه کرښه کي ولاړ وه. د جګړې د پیل سره سم ابراهیم پاشا د عثماني فوځ لومړیو کرښو ته د شاتګ امر وکړ ترڅو هنګري سرتیري ددوی مینځ ته داخل سي. د امر سره سم چي څنګه عثماني لښکر شاتګ وکړ د هنګري لښکر د عثماني اردو په زړه کي ونښت او د ابراهیم پاشا په امر د توپونو خونړي ډزي ورباندي وسوې چي دې پیښي د ټولو هنګریانو پښې ولړزولې، او په یو نیم ساعت اخ و ډب کي ټوله تیت او پرک او د خپل پاچا په ګډون لسګونه زره نور ووژل سوه. پاته ژوندي کسان چي شمېر یې پنځه ویشت تنه وو ژوندي ونیول سوه. دا ټول په داسي حال کي چي د عثماني لښکر مړي یو زره پنځه سوه او ټپیان یې څو زره تنه ته رسېدل.
پایله
[سمول]د موهاکس د جګړې په پایله کي د هنګري واکمني په اروپا کي مکمله وپرځېدل او د پلازمینه بوداپسټ یې د عثمانیانو په لاسونو کښېوتی. عثماني سلطان سلیمان د بودا په ښار کي درې ورځي تیري کړې او تر لوی اختر تېرولو وروسته بیرته خپل پلازمیني ته ولاړی.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.rubicon.hu/magyar/oldalak/1526_augusztus_29_a_mohacsi_csata/.
- ↑ "The Battle of Mohacs: The Fall of the Hungarian Empire", by Richard H.