د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ځمکپېژندنه (انګلیسي: Geography)ځمکپېژندنه په حقیقت کې د جوړو شویو انساني ټولنو د اړیکو څېړنه د دوی د ژوند له چاپېریا ل سره ده. یا په بله مانا ځمکپوهنه هغه پوهنه ده چې د ځمکې د سطحې او د ځمکې په سر د شته طبعي څېزونو لکه: اوبه، هوا او خاورې او د ځمکې پر مخ د نورو څیزو اړیکې له انسانانو سره څېړي. چې بیا د دې هر یوه توکو څېړنې له دې پوهنې سره نورې څانگې هم ورزیاتې کړي لکه: ځمکپېژندنه، هوا پېژندنه. ستورپوهنه، خلکپېژندنه، ژونپوهنه او داسې نورې برخې
'نور...
کانپوهنه (په انگرېزي: Mineralogy) د زمکپوهنې يوه څېرمه زده کړه ده چې د کانونو کيميا، کرسټالي جوړښتونو او فيزيکي ځانتياو په اړه څېړنې پکې ترسره کېږي. په کانپوهنه کې نورې ځانگړې زده کړې، د کانونو آر او د جوړښت بهير، د کانونو ډلبندۍ، د هغوی جغرافي وېش او د کانونو استخراج هغه نورې ځانگړې زده کړې دي چې په کانپوهنه کې نغاړل شوي.
د ځمکې په اتموسفیر کې ترټولو لوړې ورېځې. دا ورېځې په حقیقت کې روښانه قطبي میسوسفیریک ورېځې دي چې لمر د افق له کرښې لاندې راښکاره کیږي او د 50 درجې او 70 درجې عرض البلد ترمنځ لیدل کېدی شي. دا ورېځې چې تر 100 نینو مترو پورې د یخ کرسټالونه لري، ډېری وختونه د شمالي نیمه کرې په دوبي کې د ځمکې له سطحې څخه د 76 او 85 کیلومترو په لوړوالي کې رامینځته کیږي.
سمول د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې
| |
|