Jump to content

اورينتولوژي (د مارغانو علمي څېړنه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اورينتولوژي د ژوپېژندنې يوه څانګه ده، کومه چې د مارغانو د عملي مطالعې او د هغې په پايله کې د منځ ته راغلې پوهې سره سروکار لري چې د مارغانو اړوند وي. د اورينتولوژي ګڼې څانګې د اړوندو علومو څخه توپير لري، تر يو بريده يې لامل د مارغانو دا خصوصيت دی چې تر ډېره بريده د ليدو وړ دي او د ښايست لپاره کارول کېږي. دا يوه داسې برخه هم ده، په کومه کې چې د وخت، سرچينو او مالي ملاتړ ته په کتنې سره پکې شوقيانو هم د پام وړ ونډه درلودلې ده او د مارغانو مطالعې په بيالوژي کې له مهمو تصوراتو دود کولو سره يې مرسته کړې ده، په کومو کې چې ارتقاء، چلند او چاپېريال پېژندنه شامل دي، لکه د انواعو تعريف، د انواعو د منځ ته راتګ جريان، خصوصيت، زده کړه، چاپېريالي ځايونه، اصناف، د ټاپو بايوجغرافيه، فايلوجيوګرافي او خوندي کول شامل دي.[۱][۲][۳]

که څه هم ابتدايي اورينتولوژي په بنسټيز ډول د انواعو د تشريح کولو او وېش په اړوند وه، اوسني اورينتولوژستان هڅه کوي چې ډېرو ټاکلو پوښتنو ته ځواب پیدا کړي، ډېر ځله الوتونکي د اندونو پر بنسټ اټکلونو يا وړاندوينو د ازموينې لپاره د نمونې په توګه کاروي. ډيری نوې بيالوژيکي نظريات د ژوند ټولو بڼو باندې پلې کېږي او په همدې بنسټ د هغو ساينسپوهانو په شمېر کې کمی راغلی، څوک چې خپل ځانونه د اورينتيولوژستانو په توګه تعريفوي. په اورينتولوژي کې د وسايلو او لارو چارو يوې پراخې لړۍ څخه کار اخيستل کېږي، هم په لابراتوار کې او هم لابراتوار څخه دباندې د کار په ساحه کې او په پرله پسې ډول نوښتونه منځ ته راځي. ډيری هغه بيالوژي پوهان چې خپل ځانونه د اورينيتولوجستانو په توګه راپېژني ځانګړې کتګورۍ تر مطالعې لاندې نيسي، لکه اناتومي، ټيکسونومي، يا ايکولوژي ژوند بڼه او چلندونه. خو بيا هم دا په ټولو بيالوژيکي فعاليتونو پلې کېدای شي. [۴][۵]

تعريف او ار پوهنه

[سمول]

د ارنيتولوژي ټکی د شپاړسمې پېړۍ په وروستيو کې د لاتيني ژبې له « ornithologia» ټکي څخه اخيستل شوی دی چې معنا يې ده د مرغيو علم، په يوناني ژبه کې « ὄρνις ornis» (مرغۍ) او « λόγος logos» (تيوري، علم، اند) معنا لري.[۶]

تاريخ

[سمول]

د اورينتولوژي تاريخ تر ډېره بريده د بيالوژي د تاريخ د بهير عکاسي کوي، د دې تر څنګ د نورو ډېرو علمي څانګو ښودنه کوي، په دې څانګو کې ايکولوژي، اناتومي، فيزيالوژي، پاليونټولوژي او تر ټولو وروستي يې ماليکولر بيالوژي شامل دي. په دې بهيرونو کې يواځې له تشریحاتو څخه نيولې بيا د نمونو د پېژندنې پورې اقدامات شامل دي، له دې وروسته د دې نمونو جوړونکي عمل د څرګندونو پر لور تګ کوي.

ابتدايي پوهه او مطالعه

[سمول]

انسانانو له مارغانو سره له تاريخ مخکې راهيسې د څارنې اړيکه درلودلې ده، په داسې حال کې چې له ډبرين عصر څخه يو شمېر انځورونه په مارغانو کې د لېوالتيا تر ټولو لرغونې اشارې ښيي. شونې ده چې مارغان د خوراک د سرچينو په توګه مهم و او د ډبرين عصر د لومړيو کلو د کيندنو پر مهال له اتيا څخه د زياتو انواعو هډوکي موندل شوي دي. د سکاټلينډ له ساحلي سيمو سره نږدې د «اورونسي» په ټاپو کې په صدفي غونډیو د اوبو د مارغانو او سمندري مارغانو پاتې شوني موندل شوي دي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ټولې نړۍ په کلتورونو کې د مارغانو اړوند د کلمو بډايه زېرمې موجودې دي. د مارغانو دوديز نومونه ډېر ځله د عادتونو په تفصلي پوهه ولاړ وي، به داسې حال کې چې ډيری نومونه له غږ څخه جوړ شوي او اوس هم کارول کېږي. شونې ده چې په دوديزه پوهه کې په ولسي طب کې د مارغانو استعمال شوی وي او د دې طريقو پوهه په ژبنيو روايتونو يو بل ته لېږدول شوي وي (نسلي مارغان پېژندنه وګورئ). د ځنګلي مارغانو د ښکار تر څنګ د هغې د پاللو لپاره د هغوی د عادتونو په اړوند پوره پوهې ته اړتيا ده. د نړۍ په ډېرو سيمو کې له لومړيو وختونو راهيسې د مارغانو پالل او په بازانو سره د ښکار کول دود و. په چين کې په شا اوخوا ۲۴۶مخزېږديز کال کې او په مصر کې لږ تر لږه ۴۰۰ مخزېږديز کې د مارغانو د پاللو مصنوعي بچي زېږول تر سره کېدل. مصريانو همدا راز په خپل هيروګليفي رسم الخط (هغه رسم الخط چې د انځورولو په مټ د يو څه شودنه او تشریح کوي) کې تر سره کړي دي، که څه هم په يو منظم اسلوب برابر شوي دي، اوس هم د دې انواعو د پېژندلو وړ دي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

لومړني ليکلي اثار د انواعو د ماضي د وېش په اړه اوس هم بډای معلومات وړاندې کوي. د بېلګې په ډول، زينوفون په اشوريا کې د شترمرغ زياتوالی ثبت کړی دی (Anabasis, i. 5)؛ دا فرعي نسل له کوچنۍ اسيا څخه له منځه تللی دی او د شترمرغانو ټول اوسني شته نسلونه يواځې تر افريقا پورې محدود دي. نورې لرغونې لیکنې لکه ويدي (۱۵۰۰-۸۰۰ مخزېږديز) د مارغانو اړند ژوند د تاريخ احتياطي مشاهدې ښودنه کوي او په دې اسيايي «کويل» (يو ډول مرغۍ ده) (Eudynamys scolopacea) له خوا د بچيو زېږولو «پرازيتيزم» د عادت لومړۍ حوالې شاملې دي. په ليکلې بڼه، چين، جاپان، پارس او د هندوستان ابتدايي هنر هم د دې پوهې ښودنه کوي، په داسې حال کې چې له علمي پلوه د دقيقو مارغانو د بېلګو لرونکي دي.[۱۹][۲۰]

ارستو په ۳۵۰ مخزېږديز کې په خپل «Historia Animalium» کې د مارغانو د کوچ، پوستکي اچولو، هګیو کولو او د عمر اوږدوالي ته اشاره کړې ده، همدا راز د مارغانو د ۱۷۰ بېلا بېلو ډولونو نوملړ يې جوړ کړی دی. په هر حال، هغه ډېر خرافات هم وړاندې کړي او دود کړي دي، لکه دا اند چې د ګرمۍ په موسم کې توتکۍ خوب وړي، که څه هم نوموړي د دې يادونه کړې ده چې ډينګانو (لګ لګ) د «سيتيا» له ميدانونو څخه د نيل سيند سرچينو لرې ځمکو ته کوچ کړی دی. د ګرمۍ په موسم کې د ډينګ د ويده کېدو اند دومره ښه ومنل شو چې د ۱۸۷۸ز کال تر پای پورې، «ايليټ کويس» د ډينګ د ويده کېدو اړوند زيات نه زيات ۱۸۲ نويو خپرونو يو نوملړ جوړ کړ او له دې اند سره په ټکر کې ډېر کم خپاره شوي شواهد پکې شامل کړل. همدې ته ورته ناسم تصورونه د «بانيکل» قازونو د زياتوالي (تولد او تناسل) په اړه هم موجود وو. د دوی ځالې نه دي ليدل شوي او باور دا دی چې دوی د قاز د «بارنيکلز» (يو ډول ژوندی موجود دی) له بدلونونو څخه وده کوي، دا يو داسې اند دی چې د يوولسمې پېړۍ له شا اوخوا وخت څخه دود دی او دا اند «ګيرالډس کيمبرينسس» (جيرالډ اف ويلز) د «ټوپوګرافيا هيبرنيا (۱۱۸۷) کې ياد کړی دی. د ۷۷ز کال په شا اوخوا کې «پليني دی ايلډر» په خپل «Historia Naturalis» کې د نورو مخلوقاتو تر څنګ د مارغانو تشریح کړې ده.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د باز ساتلو (باز په مټ د ښکار) تر ټولو لرغوني شواهد په اشوریا کې د «سارګن دويم» (۷۲۲-۷۰۵ مخزېږديز) له پړاو څخه تر لاسه شوي دي. باور دا دی چې د باز ساتلو دود له ۴۰۰ زېږدېز څخه وروسته اروپا ته رسېدلی دی، کوم چې د «هنوس» او «الانس» له بريدونو وروسته له ختيځ څخه رالېږدول شوی و. له اتمې پېړۍ څخه په پيل کېدو، په دې موضوع او په عام مارغان پېژندنه ګڼ عربي اثار ليکل شوي دي، په ورته توګه د يوناني او سرياني ژبو د لرغونو ليکوالانو اثار هم وژباړل شول. په دولسمې او ديارلسمې پېړيو کې د صليبي جګړو او فتوحاتو سويلي ايټاليې، منځنۍ اسپانيې او د شام اسلامي سيمې د اروپايي واکمنو تر واک لاندې راوستې او په لومړي ځل د عربي او يوناني پوهانو ستر اثار په لاتيني ژبه کې وژباړل شول، دا کار د مسلمانو او يهودي پوهانو په مرسته تر سره شو، په ځانګړي ډول په «ټوليډو» کې، کوم چې په ۱۰۸۵ز کال کې د مسيحيانو ته لاس ورغی او کتابتونونه يې له ويجاړېدو وژغورل شول. د سکاټلينډ «مايکل سکوټس» د ۱۲۱۵ په شا اوخوا کې له عربي څخه د ژويو په اړوند د ارستو اثار لاتيني ته وژباړل، کوم چې په پراخه کچه خپاره شول او په يوه زريزه کې دا لومړی ځل و چې د ژوپوهنې په اړوند دا بنسټيز متن اروپايانو ته مهيا کړای شو. د باز ساتل د «نارمن» دربار کې هم منل شوی و او په دې موضوع په «پالرمو» کې يو شمېر اثار ليکل شوي دي. د «هوهينسټافن»  سترواک «فريډريک دويم» (۱۱۹۴-۱۲۵۰) په سيسلي کې د خپلې ځوانۍ پر مهال د باز ساتنې په اړه زده کړه وکړه او وروسته يې د ځنګلي ژويو د نندارې ځايونه جوړ کړل او د عربي متونو ژباړې مالي ملاتړ يې وکړ، په کومو کې چې مشهور عربي اثر «لايبر مومينس» په نوم پېزندل کېږي، کوم چې يو نامعلوم لیکوال ژباړلی و، همدا بيا وروسته لاتيني ژبې ته له سوريانې څخه د انټيوچ تيوډور په ۱۲۴۰-۱۲۴۱ کې وژباړه چې د « De Scientia Venandi per Aves» نوم يې ورته کېښود، همدا راز «مايکل سکوټس» (چا چې پالرمو لرې کړی و) د سترواک لپاره  د ابن سينا د ۱۰۲۷ کتاب الحيوان وژباړه، دا کتاب د ارستو پر اثر يوه تبصره او علمي تازه کونه ده، کوم چې د ابن سينا د ستر کتاب الشفاء يوه برخه وه. بالاخره فريډريک دويم د باز ساتنې په اړه خپله مقاله وليکله چې د « De arte venandi cum avibus» په نوم وه، په کومه کې چې هغه د مارغانو پېژندنې پوهې خپل مشاهدات او ښکار او تجربو د پايلو يادونه کړې ده چې د هغه دربار دا چارې تر سره کړې وې.[۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Newton, Alfred; Lydekker, Richard; Roy, Charles S.; Shufeldt, Robert W. (1896). A dictionary of birds. London: A. and C. Black.
  2. Newton, Ian (1998). Population limitation in birds. Academic Press. p. 2. ISBN 978-0-12-517366-7.
  3. Mayr, E. (1984). "Commentary: The Contributions of Ornithology to Biology". BioScience. 34 (4): 250–255. doi:10.2307/1309464. JSTOR 1309464.
  4. Bibby, Colin J. (2003). "Fifty years of Bird Study: Capsule Field ornithology is alive and well, and in the future can contribute much more in Britain and elsewhere". Bird Study. 50 (3): 194–210. doi:10.1080/00063650309461314. S2CID 87377120.
  5. Sutherland, W. J., Newton, Ian and Green, Rhys (2004). Bird ecology and conservation: a handbook of techniques. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-852086-3.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  6. کينډۍ:OEtymD
  7. Gurney, JH (1921). "Early annals of ornithology". Nature. 108 (2713): 268. Bibcode:1921Natur.108..268.. doi:10.1038/108268a0. hdl:2027/coo.31924090299532. S2CID 4033666.
  8. Anker, Jean (1979). Bird books and bird art. Springer-Science. pp. 1–5.
  9. Nadel, K. D., Ehud Weiss, Orit Simchoni, Alexander Tsatskin, Avinoam Danin, and Mordechai (2004). "Stone Agehut in Israel yields world's oldest evidence of bedding" (PDF). Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. 101 (17): 6821–6826. Bibcode:2004PNAS..101.6821N. doi:10.1073/pnas.0308557101. PMC 404215. PMID 15090648. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-10-09.{{cite journal}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  10. Newton, Alfred (1884). Ornithology. Reprinted from Encyclopædia Britannica (9th Ed.). [S.l. : s.n.
  11. Newton, Alfred (1893–1896). A Dictionary of Birds. Adam & Charles Black, London.
  12. "Hawaiian bird names". birdinghawaii.co.uk/. خوندي شوی له the original on 4 June 2009. بياځلي په 11 June 2008.
  13. Gill, Frank & Wright, M. (2006). Birds of the world: Recommended English Names. Princeton University Press. خوندي شوی له the original on 2008-10-20. بياځلي په 2007-12-13.
  14. Mahawar, M. M. & D. P. Jaroli (2007). "Traditional knowledge on zootherapeutic uses by the Saharia tribe of Rajasthan, India". Journal of Ethnobiology and Ethnomedicine. 3 (1): 25. doi:10.1186/1746-4269-3-25. PMC 1892771. PMID 17547781.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  15. Shapiro, M. "Native bird names". Richmond Audubon Society. خوندي شوی له the original on 2007-08-16. بياځلي په 2007-12-01.
  16. Hohn, E.O. (1973). "Mammal and bird names in the Indian languages of the Lake Athabasca area" (PDF). Arctic. 26 (2): 163–171. doi:10.14430/arctic2912. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-10-09.[مړه لينکونه]
  17. Funk, E. M. & Irwin, M. R. (1955). Hatching Operation and Management. John Wiley & Sons.
  18. Keller, Otto (1913). Die Antike Tierwelt (in الماني). Vol. 2. Leipzing: Wilhelm Engelmann. pp. 1–43.
  19. Ali, S. (1979). "Bird study in India: its history and its importance". India International Centre Quarterly. 6 (2): 127–139. JSTOR 23001825.
  20. Lack, David (1965) Enjoying Ornithology. Taylor & Francis. pp. 175–176.
  21. Aristotle. Historia Animalium. Translated by D'Arcy Thompson.
  22. Lincoln, Frederick C., Steven R. Peterson, and John L. Zimmerman (1998). "Migration of birds". U.S. Department of the Interior, U.S. Fish and Wildlife Service, Washington, D.C. Circular 16. Jamestown, ND: Northern Prairie Wildlife Research Center Online. خوندي شوی له the original on 2007-05-18. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  23. Allen, JA (1909). "Biographical memoir of Elliott Coues" (PDF). National Academy of Sciences Biographical Memoirs. 6: 395–446. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-10-09.
  24. Payne, S. (1929). "The Myth of the Barnacle Goose". Int. J. Psycho-Anal. 10: 218–227.
  25. Gudger, E. W. (1924). "Pliny's Historia naturalis. The Most Popular Natural History Ever Published". Isis (in انګليسي). 6 (3): 269–281. doi:10.1086/358236. ISSN 0021-1753. S2CID 144264511.
  26. Egerton, F. (2003). "A History of the Ecological Sciences, Part 8: Fredrick II of Hohenstaufen: Amateur Avian Ecologist and Behaviorist" (PDF). Bulletin of the Ecological Society of America. 84 (1): 40–44. doi:10.1890/0012-9623(2003)84[40:AHOTES]2.0.CO;2. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-10-09.
  27. van Oppenraay, Aafke M.I. (2017). "Avicenna's Liber de animalibus (Abbreviatio Avicennae) - Preliminaries and State of Affairs" (PDF). Documenti e Studi Sulla Tradizione Filosofica Medievale. 28: 401–416. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2022-10-09. بياځلي په 4 May 2018.